Cookie Consent by FreePrivacyPolicy.com

Refugee Employability Programme

Employability Skills and Integration for Refugees

Refugee Employability Programme

     
  دری  فارسی English Kibajuni Swahili اَلْعَرَبِيَّةُ ትግርኛ

خپل مهارتونه او د کار وړتیا نورہ ھم ښه کړئ

 کډوالو د کارموندنې د پروګرام (REP) موخه د ختیځ میډلینډ په سیمه کې د کا، یا لا بھترہ کار په ترلاسه کولو کې د کډوالو ملاتړ‎ کول دي. د مرستې دا پروګرام وړیا دی او موخه یې د کارموندنې په وړاندې خنډونه کمول او په ټولنه کې ادغام بھتر کول دي. دا پروگرام د وړ‎ خلکو لپاره خلاص دی چې په ختیځ میډلینډز کې ژوند کوي ، پدې کې ټول ډاربیشایر ، لیسټرشایر ، لنکنشایر ، نارتھمپټنشایر ، او ناټینګمشایر شامل دي.

موږ‎ تاسو ته څه در کوو

د انګلستان کلتور سره د آشنایي او کارموندنې ته د لاسرسي په ټولو اړخونو کې د مرستې لپاره مناسب او د انعطاف وړ د کارموندنې ملاتړ. موږ پوهیږو چې هرڅوک له چا سره توپیر لري له ھمدې کبله د ھر چا لپاره انفرادي ملاتړ وړ‎اندي کوو.

په ملاتړ کې کېدای شي لاندي مرستي شاملي وي:

  • د انګلیسي ژبې روزنه
  • د کارموندی مهارتونه (د CV لیکل، د مرکې تمرین، د کار د غوښتنلیک روزنه)
  • کلتوري آشنایی او په بریتانیا کي د کاري ځای سره په سازگارۍ کې مرسته
  • د مهارتونو په روزنه کي مرسته، (تعلیمی او مسلکی) مدارک او د موجوده مهارتونو لپاره د پیژندل شويو مدارکو په
  • د کاري شبکې په برخه کي ملاتړ او د کار په رول موندلو کې مرسته

د ملاتړ دا غونډې معمولا د ټوکي سیمي په بیلابیلو مرکزونو کي په مخامخ یا حضوري توگه وړ‎اندې کيږ‎ي. ښایي په ځینو مواردو آنلاین ھم وړاندې کیدی شي. په اونۍ کې ساعتونه او مدارک به د قضیې په اساس توپیر ولري.

د وړتیا شرایط

  • تر ۱۸ کلو پورته وي
  • په انګلستان کې د قانوني پیژندل شوي کډوال په توګه د ژوند  او کار کولو حق ولري
  • په بشپړ وخت (فول ټایم) کار (په اونۍ کې ۱۶+ ساعته) یا تعلیم کي نه وي
  • په ختیځ میډلینډز کې ژوند وکړي

نور معلومات ترلاسه کړئ او نن ورځ د کار په لور حرکت وکړئ!